Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:58 - Pakistani Yousafzai Pashto

58 مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:58
13 Iomraidhean Croise  

ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.


په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.


تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.


د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.


د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.


د بابل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.


زۀ به د بابل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د بابل دېوالونه به راوغورزيږى.


نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.


مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.


هر يو دوست بل دوست سره دوکه کوى، او يو هم رښتيا خبره نۀ کوى، هغوئ خپلو ژبو ته د دروغو وئيلو تعليم ورکړے دے، او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى.“


هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.


آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan