56 تباه کوونکے به د بابل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.
ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.
د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى.