Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 مالِک خُدائ به بابل تباه کړى، او هغه به د هغوئ د شور نه ډک ښار خاموشه کړى، دشمن به لکه د اوبو د غضبناکو چپو په شان راروان وى او د هغوئ د آوازونو شور به اورېدلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:55
18 Iomraidhean Croise  

کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،


نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو، او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.


زۀ د مرګ په پړو کښې راګېر شوے يم، د بربادۍ طوفان مې د سر دپاسه تېر شو.


ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.


زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.


دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.


اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.


اے د بابليانو لورې، په تيارۀ کښې خاموش کښېنه، نور به تا ته څوک د قومونو مَلِکه نۀ وائى.


زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.


سمندر به په بابل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به بابل پټ کړى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.


په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.


بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan