54 ”د ژړا آوازونه د بابل نه راځى، د لوئ تباهۍ آوازونه د بابليانو د زمکې نه اورېدلے کيږى.
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى.
په مُلک کښې دې د جنګ شور او ژړاګانې واورېدلے شى، او د لوئې تباهۍ آوازونه اورېدلے کيږى.
د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.
د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”بابل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“
په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.