52 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د بابل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.
د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.
خو په حقيقت کښې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د بابليانو بُتانو ته سزا ورکړم، او د هغۀ ټول مُلک به وشرميږى، او د هغوئ قتل شوى کسان به ټول په کښې مړۀ پراتۀ وى.
زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.