منسى دومره ډېر بېګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.
هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بېحده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بېاِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.