49 لکه څنګه چې بابل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“
”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،
ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.
”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ بابليانو او څوک چې په بابل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
خو اوس دې د صيون اوسېدونکى وائى چې، ”مونږ سره چې کوم ظلم زياتے شوے دے هم هغه شان حالات دې په بابل راشى.“ د يروشلم اوسېدونکى دې وائى چې، ”زمونږ چې کومه وينه توئ شوې ده نو د هغې ذمه وارى دې د بابل په غاړه وى.“
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.
ستا په کوڅو کښې د هغه نبيانو او مقدسينو او د هغه خلقو بهېدلې وينه وليدلے شوه چې په ټوله دُنيا کښې وژلے شوى وُو.“
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.