Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 خو په حقيقت کښې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د بابليانو بُتانو ته سزا ورکړم، او د هغۀ ټول مُلک به وشرميږى، او د هغوئ قتل شوى کسان به ټول په کښې مړۀ پراتۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:47
13 Iomraidhean Croise  

اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”بابل ختم شوے دے. د بابل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.


تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې.


کۀ چرې يو پېغمبر، يا اِمام يا بل څوک دا دعوىٰ وکړى چې، ”دا د مالِک خُدائ دروند پيټے دے،“ زۀ به دۀ له او د دۀ خاندان له سزا ورکړم.


خو چې کله اويا کالونه پوره شى، نو بيا به زۀ د بابل بادشاه او د هغۀ قوم، او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم، د هغوئ د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، مالِک خُدائ دا فرمائى، او د تل دپاره به د بابل مُلک په دشته او خرابه بدل کړم.


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.


”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ بابليانو او څوک چې په بابل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د بابل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan