Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:46 - Pakistani Yousafzai Pashto

46 تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بې‌زړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:46
16 Iomraidhean Croise  

غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“


د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې.


خُدائ پاک زۀ بې‌زړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم،


کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


يرېږئ مه، زۀ ستاسو مل يم. زۀ به تاسو او ستاسو خلق د نمرخاتۀ طرف نه او د نمرپرېواتۀ طرف نه راغونډ کړم.


”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“


کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“


کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيت‌سِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيل‌محوله پورې منډې وهلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan