41 مالِک خُدائ د بابل په حقله فرمائى چې، ”د بابل هغه لوئ ښار چې ټولې دُنيا به يې صِفت کولو څنګه شکست وخوړو او قبضه شو، د ټولو قومونو دپاره د بابليانو نه څۀ يروونکے منظر جوړ شو.
دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟
د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.
نو تاسو به د بابل بادشاه پورې ټوقې کوئ او وايئ به چې، ”هغه ظالم بادشاه غورزېدلے دے. او د هغۀ غصه ختمه شوې ده.
او ما د شمال ټولو نزدې لرې بادشاهانو ته، او پرله پسې د زمکې په مخ ټولو بادشاهتونو ته ورکړه. او د دې هر څۀ نه وروستو د بابل بادشاه به يې هم وڅښى.
دا مشهور ښار به څومره وران ويجاړ وى، کوم ښار چې په يو وخت کښې د خوشحالۍ ډک وو.
په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.
زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”بابل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“
بابل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.
هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.
هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې.
اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى.
هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“
په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى.