40 زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“
خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.
خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.
د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.
موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.
تاسو به د تکړه سړو غوښې وخورئ او د زمکې د شهزادګانو وينې به وڅښئ، دوئ ټول لکه د بسن د ګډانو او ګډورو، چېلو او غوَيانو، څاربۀ څاروى په شان دى.