Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغوئ به په بابل کښې مړۀ شى، او د هغۀ په کوڅو کښې به سخت زخميان شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:4
6 Iomraidhean Croise  

هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.


ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بې‌کاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.


جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.


کۀ بابليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan