Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:39
12 Iomraidhean Croise  

مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه. سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په موآب باندې مے وڅښئ او نشه يې کړئ، ځکه چې هغۀ خپل ځان په ما اوچت ګڼلو، پرېږده چې اوس هغه په خپلو اولټو کښې ورغړى، او پرېږده چې هغه د خلقو د خندا شى.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.


تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې.


اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan