نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.
نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.
تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخىاب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.