32 دشمن د سيندونو لارې ګودرې د تښتېدلو دپاره بندې کړې دى او په جبو او لوخو يې اور بل کړے دے او د بابل فوجيان يرې راخستى دى.
هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.
هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.
د بابل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.
قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د بابل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، بابل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“
بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.