Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د بابل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:31
16 Iomraidhean Croise  

نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى.


مردکى خطونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو آسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم آسونه د بادشاه دپاره ساتلے شوى وُو.


د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.


زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى.


د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


اے بابليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو.


د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.


دشمن د سيندونو لارې ګودرې د تښتېدلو دپاره بندې کړې دى او په جبو او لوخو يې اور بل کړے دے او د بابل فوجيان يرې راخستى دى.


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan