3 د بابل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.
هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى، او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى.
خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.
اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د بابليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما لښکرو د مراتايم په وطن او د فقود په خلقو باندې حمله وکړئ. هغوئ پسې شئ، او وې وژنئ او مکمل يې تباه کړئ، او هر څۀ وکړئ د څۀ چې ما حکم درکړے دے.
د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.
کۀ بابليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“
ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.
د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپينږيرى بچ شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.