زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.
د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.
د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.