تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.
ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.