19 خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“
زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.
څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى، او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.
کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے، د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟
خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
”مالِک خُدائ چا چې، زمکه جوړه کړه، او هغې ته يې شکل ورکړو او قائمه يې کړه او د چا نوم چې مالِک خُدائ دے هغه فرمائى،
”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،
خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.
خو اِسرائيل او يهوداه خُدائ پاک ربُ الافواج نۀ دى هېر کړى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ مُلک د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په خلاف د ګناه نه ډک دے.
”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“
خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.