Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 51:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د بابل د دېوالونو خلاف جنډا اوچته کړئ، د ښار محافظان مضبوط کړئ، او چوکيداران ودروئ او د پټ ګزار دپاره تيارے وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ به خپله منصوبه او مقصد پوره کړى، هغۀ چې څۀ وفرمائيل نو هم هغه به د بابل د خلقو سره وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 51:12
18 Iomraidhean Croise  

هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.


په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.


او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ.


نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


مالِک خُدائ خپل د وسلې ګودام کولاو کړے دے او د خپل غضب وسله يې ترې راويستلې ده، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به دا د بابل خلاف د هغوئ په مُلک کښې استعمال کړى.


خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.


په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


زمکه لړزيږى او د دردونو په وجه چورليږى، ځکه چې مالِک خُدائ د بابل په خلاف چې کومه منصوبه تياره کړې ده هغه نۀ بدلېدونکې ده. نو بابل به په خرابه بدل کړے شى او يو کس به هم هلته نۀ اوسيږى.


نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.


زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.


اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه.


کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan