زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى.
زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.
خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.