Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 50:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 50:6
36 Iomraidhean Croise  

نو زما روحه يو ځل بيا خپل آرام ته راشه، ځکه چې مالِک خُدائ ما سره ښۀ دے.


زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بې‌لارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.


راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.


تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.


اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.


هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.


غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“


قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.


د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.


مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.


زما د قوم شپونکى بې‌شعوره او بې‌عقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“


مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى.


ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.


زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى.


زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.


خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ.


عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“


کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.


ځکه چې تاسو د بې‌لارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan