43 د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
نو زۀ به ستاسو نه دا يو تپوس وکړم چې ولې سړى بچى راوړى څۀ؟ نو دا ولې زۀ چې هر يو تکړه سړى ته ګورم نو لکه د يوې بيمارې ښځې په شان چې د ماشوم د پېدا کېدو وخت يې رانزدې شوے وى هغسې يې لاسونه په خپله ګېډه باندې اېښى وى او هر يو لکه د مړى په شان تک زېړ شوى وى؟
ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“
د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بېهمته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى.
قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د بابل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،
”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.