Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 50:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 50:42
23 Iomraidhean Croise  

قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.


د خپل لوظ احترام کوه، ځکه چې د زمکې ټول تيارۀ ځايونه د ظلم نه ډک دى.


چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو.


اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.


زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.


د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د آسونو د نالونو نه به بڅرکى الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاويږى.


په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.


ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.


هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بې‌وسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.


اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د بابليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.


زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.


په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.


د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.


ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.


ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan