41 وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى.
نور ډېر قومونه او غټ بادشاهان به هغوئ غلامان جوړ کړى، او زۀ به هغوئ ته هم هغه شان سزا ورکړم کومه سزا چې هغوئ نورو ته ورکړې وه.“
زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.
خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.
د دې الفاظو مطلب دا دے. منې، د دې مطلب دے شمېر، خُدائ پاک ستا د بادشاهۍ ورځې شمېرلې دى او هغه يې ختمې کړې دى.
هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.