نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم.
خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.
ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“
”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.
د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.