39 نو بيا به په بابل کښې د دشتو ځناور اوسيږى، او د ګيدړانو او ګونګيانو په کور به بدل شى. نو دا به بيا هيڅکله آباد نۀ شى او دا به همېشه دپاره شاړ پروت وى.
د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.