36 د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“