32 ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“
ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.