Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 50:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 50:30
10 Iomraidhean Croise  

خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.


د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بې‌وقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.


ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.


چې د بادشاهانو او د کمانډرانو او د تکړه سپاهيانو غوښې، د آسونو او د هغوئ د سورو غوښې او د ټولو خلقو، غلامانو او آزادو د لويو او د وړو غوښې وخورئ.“


نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan