3 د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.
نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.
”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.