25 مالِک خُدائ خپل د وسلې ګودام کولاو کړے دے او د خپل غضب وسله يې ترې راويستلې ده، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به دا د بابل خلاف د هغوئ په مُلک کښې استعمال کړى.
خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.
ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.
هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.
د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے بابله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.
مالِک خُدائ به بابل تباه کړى، او هغه به د هغوئ د شور نه ډک ښار خاموشه کړى، دشمن به لکه د اوبو د غضبناکو چپو په شان راروان وى او د هغوئ د آوازونو شور به اورېدلے شى.
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟
نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.