Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 50:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به اوس د بابل بادشاه او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم لکه څنګه چې ما د اسور بادشاه له ورکړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 50:18
11 Iomraidhean Croise  

خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“


ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.


ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.


اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى.


هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟


ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى.


چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan