Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 50:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د بابليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 50:14
21 Iomraidhean Croise  

يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفونو کښې ودرول.


ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.


په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.


د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د آسونو د نالونو نه به بڅرکى الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاويږى.


اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.


ما د مالِک خُدائ له طرفه پېغام واورېدو، يو قاصد قومونو ته ولېږلے شو چې هغوئ ته ووائى چې، ”د ادوم په خلاف لښکر راجمع کړئ او د جنګ دپاره تيارى وکړئ.


مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، ”زۀ به د عيلام ليندې چلوونکى ووژنم، کوم چې د هغوئ د زور او طاقت اُميد دے.


”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،


ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.


زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.


زۀ به بابل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې د هغۀ د تباهۍ ورځ راشى.


په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


د بابل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.


کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.


ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى.


او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“


داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan