13 د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.
نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“
د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.