د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى.
زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.
جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.