Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 5:9
23 Iomraidhean Croise  

نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.


نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم.


د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟


نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.


د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم.


دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.


لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپين‌ږيرو او بوډاګانو نازلوم.“


مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.


د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟


”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو.


اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.


نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.


زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.


زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.


مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.


مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.


قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan