Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 5:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 5:31
37 Iomraidhean Croise  

نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


بدکاره انسان خرابو خبرو ته غوږ نيسى او دروغژن غېبت ته توجو ورکوى.


د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟


کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


ستاسو پلار نيکۀ ګناه وکړه، او ستاسو مشرانو زما خِلاف بغاوت وکړو،


تا وئيل، ”زۀ به همېشه مَلِکه يم.“ او هيڅکله دې فکر نۀ دے کړے او نۀ دې د دې په اَنجام باندې غور وکړو.


دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.


کله چې يرمياه د مالِک خُدائ په کور کښې دا کلام واورولو نو اِمامانو، پېغمبرانو او ټولو خلقو د هغۀ کلام واورېدو،


د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“


ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول.


خو دا د هغې د پېغمبرانو د ګناه په وجه وشو او د اِمامانو په جرمونو سره وشو، چا چې د ښار په مينځ کښې د صادقانو وينه تويه کړه.


مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.


ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.


د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.


ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.


اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم.


ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.


تاسو به د اختر په ورځ څۀ کوئ، د مالِک خُدائ اختر به څنګه کوئ؟


کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.


”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بې‌حرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.


هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به د هغوئ نه مخ واړوم، بيا به زۀ وګورم چې په هغوئ باندې څۀ کيږى، ځکه چې هغه يو ضدى نسل دے، څوک چې بې‌وفا دى.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan