Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 5:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 5:3
45 Iomraidhean Croise  

بله ورځ مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”تېره شپه زۀ د هغۀ سره څملاستم، اوس راځه چې نن شپه يې بيا نشه کړُو او تۀ د هغۀ سره څمله. نو مونږ دواړه به د پلار نه اُميدوارې شُو.“


خو د اِسرائيل بادشاه يربعام بيا هم د خپلو بدو عملونو نه نۀ اوړېدو او د هر قِسم خلقو اِمامان يې خوښول، چې په هغه علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت وکړى چې کومې هغۀ جوړې کړې وې. چې چا هم اِمام جوړېدل غوښتل نو هغه به يې اِمام مقررولو.


بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه.


مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“


کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.


نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.


ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.


زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.


يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.


د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بې‌وفا خلقو منصوبې ورانوى.


نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“


کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.


ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.


اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.


زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے.


خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو.


”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“


ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.


نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.


ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.


”دا هغه کلام دے چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، لاړ شه او د يهوداه سړو او د يروشلم خلقو ته ووايه چې، آيا تاسو د دې نه سبق نۀ زده کوئ او زما د کلام پيروى نۀ کوئ؟


خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“


نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.


کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.


څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.


کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او بيا هم زما مخالفت کوئ،


”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.


ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“


اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى.


د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan