21 اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
اے د قوم بېعقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟
په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.
داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“
مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه،
نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بېوقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى.
ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.
مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.
تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه.
خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟
”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“
”دې خلقو له ورشه او ورته ووايه، تاسو به يې په خپلو غوږونو واورئ خو پوهه به پرې نۀ شئ، تاسو به يې په خپلو سترګو ووينئ خو او به پرې نۀ رسېږئ.
د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.
لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“
تاسو سختې وباګانې، معجزې او لوئې نښې وليدې چې مالِک خُدائ وکړې.
خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى.
تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بېشعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.