Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 5:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 5:19
18 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.


نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“


ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“


”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“


”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟


بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بې‌ګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بې‌ګناه يم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم.


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه،


نو بيا به څوک دومره هوښيار وى چې په دې ټوله موضوع پوهه شى؟ چا ته د مالِک خُدائ نه دومره هدايت مِلاو شوے دے چې دا بيان کړى چې دا مُلک ولې وران شوے دے؟ دا ولې په ريګستان بدل شوے دے، او دومره ولې وران او خراب شوے دے چې هيڅوک هم پرې تېرېدلے نۀ شى؟“


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”دا ځکه چې هغوئ زما شريعت هېر کړو کوم تعليم چې ما هغوئ ته وړاندې کړے وو، نۀ هغوئ زما کلام ومنلو او نۀ يې د هغې پيروى وکړه،


غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan