Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 5:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 5:17
25 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.


خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“


بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.


نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.


د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.


ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.


”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.


واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“


هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بې‌حاله دى، د ښار په کوڅو کښې بې‌حاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو.


مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بې‌عزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول.


نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،


زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.


بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“


د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى.


نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.


”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه.


ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.


يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan