11 مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بېوفائى او خيانت کړے دے.“
مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.
ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.
اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟
خو تۀ ما سره بېوفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بېوفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“
کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بېوفائى کوى، او د بېايمانانو يوه ډله ده.“
هغوئ د مالِک خُدائ سره بېوفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.
خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بېوفائى وکړه.