38 زۀ به خپل تخت په عيلام کښې قائم کړم، او د هغې بادشاه او آفسران به هلاک کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا، د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.
نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د بابل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.
زۀ به د عيلام د خلقو په زړۀ کښې د هغوئ د دشمنانو يره واچوم. څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى، زۀ به په هغوئ افت نازل کړم او تر دې چې خپل خطرناک قهر او غضب به پرې راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. زۀ به هغوئ ته فوجيان ورولېږم چې دوئ راټينګ کړى تر دې چې ټول تباه کړم.
خو زۀ به په آئنده کښې د عيلام خلق بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“