Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 49:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 زۀ به د عيلام د خلقو په زړۀ کښې د هغوئ د دشمنانو يره واچوم. څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى، زۀ به په هغوئ افت نازل کړم او تر دې چې خپل خطرناک قهر او غضب به پرې راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. زۀ به هغوئ ته فوجيان ورولېږم چې دوئ راټينګ کړى تر دې چې ټول تباه کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 49:37
19 Iomraidhean Croise  

او د مالِک خُدائ سخت قهر او غضب به تر هغې پورې وى او واپس به نۀ شى ترڅو چې د هغۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې هر څۀ باندې پوهه شئ.


د نن نه پس به څوک هم د موآب تعريف ونۀ کړى، په حسبون کښې به خلق د هغې د راغورزولو منصوبې جوړوى، هغوئ وائى راځئ چې د موآب نوم او نشان ختم کړُو. اے د مدمين ښاريې، تۀ به هم خاموشه شې، او تاسو به په تُوره مړۀ شئ.


هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“


ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“


د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بې‌همته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى.


د هغوئ خېمې او رمې به قبضه کړے شى، د هغوئ د سر سورے به ترې نه سره د سامانه او اوښانو واخستلے شى. او خلق به د هرې خوا نه چغې سورې وهى. او هر چرته به يره خوره شوې وى.


زۀ به خپل تخت په عيلام کښې قائم کړم، او د هغې بادشاه او آفسران به هلاک کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ به ستاسو د هرې خوا نه په تاسو باندې يره او وحشت راولم. او ستاسو هر يو کس به د مُلک نه وشړلے شى، او هيڅ څوک به هم دا مفروران يو ځائ ته راجمع نۀ کړى.


د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بې‌وقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.


اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.


نو ځکه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ګورئ، زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره ګنډير ورکړم او د څښلو دپاره به زهريله اوبۀ ورکړم.


زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“


زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم.


د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.


ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.


نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan