Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 49:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 49:19
28 Iomraidhean Croise  

د يو کال په وړومبۍ مياشت کښې، په هغه وخت کښې چې د اُردن په سيند کښې اوبۀ د غاړو نه اوړېدلې، نو هغوئ د سيند نه پورې وتل، هغه خلق يې خوارۀ وارۀ کړل کوم چې د سيند نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ دواړو طرفونو ته په وادۍ کښې اوسېدل.


او هغۀ په اوچت آواز دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاکه، تۀ په آسمان کښې د دُنيا په ټولو قومونو باندې بادشاهى کوې. ستا په لاس کښې طاقت او قوت شته او هيڅ څوک ستا مخالفت نۀ شى کولے.


هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟


کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟


زۀ بې‌داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم.


او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى.


صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟


کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه. نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه


په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان، په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.


اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟ تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.


اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.


د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟


هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو.


څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.


د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


ځکه چې د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلې ده او څوک ورته ودرېدے شى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan