دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.
نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“
د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.
نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.
تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخىاب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“
دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.