Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 49:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 49:1
32 Iomraidhean Croise  

د کشرې لور يې هم يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې بِن‌عمى کېښودو. هغه د نن زمانې د عمونيانو پلار نيکۀ وو.


د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.


نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى.


څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى.


د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې.


کله چې سنبلط حورونى، عمونى طوبياه او جشم نومې يو عربے زمونږ د منصوبې نه خبر شول، نو هغوئ په مونږ پورې ټوقې او مسخرې وکړې او وې وئيل، ”تاسو دا څۀ شروع کړى دى؟ ولې تاسو د بادشاه خِلاف بغاوت کول غواړئ؟“


خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.


جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.


بې‌کچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى، نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.


د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د موآب په حقله فرمائى، ”په نبو ښار باندې افسوس، ځکه چې دا ښار به تباه شى. د قِريَتائم بې‌حرمتى به وشى او قبضه به کړے شى. او د مضبوطې قلعه بې‌حرمتى به وشى او ټوټه ټوټه به شى.


مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.


د قيدار او د حاضور د علاقې په حقله کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ورباندې حمله وکړه، مالِک خُدائ فرمائى چې، ”راپاڅئ او په قيدار باندې حمله وکړئ او د مشرق اوسېدونکى تباه کړئ.


د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟


اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،


هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى.


بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“


هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.


کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan