8 تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے.
زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.
تباه کوونکے به د بابل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.